Skip to main content

احمد نادر نادري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د رئیس په توګه وټاکل شو

د ولسمشرۍ له دفتر نه يوه خپره شوې اعلاميه خبر ورکوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس ښاغلی احمد نادر نادري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د رئیس په توګه په خارج رتبه بست کې د پخوانۍ دندې او مسوولیتونو په حفظ سره وټاکل شو.
په اعلامیه راغلي “په فرمان کې راغلي چې د اړونده چارو د ښه تنظیم او انسجام او د پوه اشخاصو له تجربو او علمي پوهې څخه د ګټه اخیستنې په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د غړي او رئیس په توګه او د پخواني مسوولیتونو په حفظ سره په خارج رتبه بست کې د احمد نادر نادري تقرر منظور دی.”
ښاغلي نادر نادري لیسانس زده کړې د کابل پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې او خپل لوړ تحصیلات د ماسترۍ تر کچې د نړیوالو اړیکو په برخه کې جورج واشنګټن پوهنتون کې پایته رسولي دي. هغه د رهبري تخصصي تحصیلات د امریکا متحده ایالاتو هاروارد پوهنتون کندي فاکولته کې کړي دي.
نوموړي سر بېره پر دې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال د ملګرو ملتونو سازمان د سولې مذاکراتو کې چې  د افغانستان لپاره د آلمان په بن  ښارکې پیل شوې وو، د افغانستان د فعالو ځوانانو د استازي په توګه حضوردرلود. د بیړنۍ لویې جرګې خپلواک کمېسیون د ویاند او وروسته په بیړنۍ لویه جرګه کې د مدني ټولنې د منتخب استازي په توګه  چې  په ۲۰۰۲زیږدیز کال کې یې د انتقالي دولت رئیس وټاکه، دنده تر سره کړې ده.
“د ده له مهمترینو دندو او مسؤولیتونو څخه کولی شو په افغانستان کې د بشري حقونو د کمېسیون د کمېشنر په توګه اشاره وکړو” خبرپاڼي زیاتوي.